امنیت

يو ملکي وګړى په هلمند کې دماين دچاودنې له امله ووژل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
يو ملکي وګړى په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله  ووژل شو.
دغه پيښه پرون ناوخته د  نوزاد   ولسوالۍ  بازارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ملکي وګړي له سيمې  څخه تيريدل .
د هلمند دپوليسو ويندوى عبد الصمد چوپان باختر آژانس ته وويل  :  چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى   ووژل شو.
ده  طالبان  ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې  ويل چې  د دغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي .
دسيمې اوسيدونکي وايي چې ددغې چاودنې قرباني يو ځوان   دوکاندار  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته