ټولنه

څه دپاسه درې سوه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
په کندز ولايت کې دروان کال په بهيرکې  څه دپاسه درې سوه عام المنفعه پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
دکندز ولايت  دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس صبغت الله دباختراژانس خبريال ته وويل  په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو ددرې سوه پنځوسو څاه ګانو کيندل ،  په ١٥٦ کيلومتره سړک کريړ اچول ، د ١٣٩٤ زرو پلګيو جوړول ،  دموټر دتګ راتګ درې پلونه ، داوبو درې زيرمې ، دلوړولتاژ دبريښنا دڅه دپاسه ٨٧ زره متره لين ، د باران داوبو ٥٧ کيلومتره زيرمه او نورې پروژې شاملې دي چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت په مالي مرستې او په سلوکې لس دخلکو په ونډې تطبيق شوې ده .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکندز ولايت په مرکز او په شپږ ګونو ولسواليو کې پاى ته رسيدلي دي چې نهه زره  يوسلو ديرش کورنۍ  ترې ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته