اقتصاد

حقیق: د هيواد اقتصادي وضعیت د ښه والی په درشل کې

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې١٢مه:
له دې سره سره  چې په وروستیو څو مېاشتو کې دهیواد سیاسي چارې هغه ډول چې انتظار یې کېده  پرمخ ولاړې نه ،  خودا دی نښې نښانې څرګندوي چې دهیواد اقتصادي حالت مخ پرښه کېدودی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي: د نوې سروې په اساس په هیوادکې د سوداګروعلاقه خپل کاروبارته ډيره شوې او دوی ښې اقتصادي راتلونکې ته خوشبینه دي.
د افغانستان د سوداګری خونې چارواکي وايي چې د دوی نوې سروې ښيي چې د پخواپه نسبت د پانګونې اوکاروبارلپاره په هیوادکې د سوداګرورضایت۳۲٪لوړشوی.
په رپوټ کې ویل شوي چې دا سروې له۱۲۰۰څخه د زیاتو لویو، متوسطو او کوچنیوشرکتونوڅخه د هیواد په پنځه زونونوکې ترسره شوې چې د پخواپه پرتله د حکومت پاملرنه ډيره او حالت ښه څرګندوي.
ددې ترڅنګ دا سروې ښيی چې امنیت او د زیربناوو په تیره بیا د بریښنا نشتون لاهم د سوداګرو او شرکتونو لپاره د ستونزوپه سرکې راځي؛ خو وايي چې له دې ټولوسره د تولیدي سکتورونو او سوداګرو باوردا دی چې په راتلوونکوشپږومیاشتوکې به یې حالت لا نورهم ښه شي.
دانتخاباتو دنتیجو ځنډیدل او بیا وروسته دکابینې  دپېژندلو او کار ځنډېدل داقتصادي حالت   دپياوړتیوب بهیر که یوڅه سوکه کړی وو خودادی اوس سروې ګانې جوتوي چې حالت مخ پرښه کېدو دی.
اوس چې هم دکابینې ستونزه تریوه بریده حل شوې او نږدې ۸ وزیرانو او یو عمومي رییس له ولسي جرګې رایی ترلاسه کړي او کیدای شي چې دکابینی دمجلسونو بهیر بیرته عادي حالت ته راوګرځي نو داسې هیله مندی هم ورسره زیاتې شوي چې دهیواد اقتصادي حالت به هم ورسره ښه شي.
اوس چې ګورو په درې تیرو مېاشتو کې حالت تر پخوا ښه شوي او نږدې ۳۲ سلنه په سوداګری او کار وبار کې ښه والی راغلی نو دا امکان ډير شته چې په راتلونکې وخت کې به دغه بهیر نور هم ګړندی شي او دهیواد اقتصادي حالت به دودې پر لور ولاړشي.
دملی یووالی حکومت سره له دې چې تراوسه ډیر لا په مقدماتي او تشکیلاتي چارو بوخت دی خو په اقتصادي ډګر کې یی هم دپام وړ لاسته راوړنې درلودلي .
له افغانستان سره دبهرنیو مرستو ژمنو په تیره بیا دلندن په کنفرانس کې ترلاسه شوې ژمنې ، له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا پاکستان ، چین او ترکمنستان سره دیو شمیرو موافقو لاسلیک ، په نږدې راتلونکې کې دټاپي پروژې دعملي کار پیلېدل، په نړیواله کچه د نفتي توکو دبیو راټېټدل ، په هیواد کې دنوې کابینې دکار پیلېدل… هغه مهم عوامل کیدای شی چې زموږ هیله مندی دهیواد داقتصادي حالت دلاښه والی لپاره ډيره کړي.
خو اساسي خبر داده چې دغه عوامل یواځې داقتصادي حالت دښه والی لپاره بسنه نه کوي ، نوی حکومت او په تیره بیا داقتصادي سکتور وزارتونه په دې برخه کې باید لازمې کړنې ترسره کړي او کومې هیله مندی چې خلک یې لري باید لانورې هم ګړندۍ شي او نورې موخې چې په دې اړوند شته ترلاسه شي.
دملي یووالی له حکومت او په تیره بیا له ښاغلی جمهور رییس نه دخلکو هیلې ډيرې دي ، ځکه دی په اقتصادي چارو کې ښې تجربې لري او کومې برنامې یې هم چې په دې اړوند وړاندې کړي له هیله مندی نه ډکې دي. خو یواځې په خبرو هم نه کیږی خلک عمل غواړی او کوټلی عمل ، جمهور رییس او ددولت نور مشران باید نور له هغو چارو څان راوباسی چې دهیواداوخلکو لپاره ستراتیژیک اهمیت نه لري ، کومې ژمنې چې په انتخاباتي بهیرونو کې شوي باید ترسره شي ، راتلونکي حکومتونو ته باید داسې څه په مېراث پرېنږدي چې ګواکې خلکو ته غوړې ویناوې وشي او بیا عمل وجود ونه لري .
دافغانستان دخلکو سیاسي شعور تیرو څو لسیزو پېښو ښه اوچت کړی اوس په هرمورد کې ښه قضاوت کولای شي نو لازمه ده چې چارواکي دخلکو ددې قضاوت په هنداره کې ځان بریالی وویني .
نور باید چې افغانستان له هغه پخواني حالت نه راوویستل شی نور باید افغانستان دبېرته پاتې هیوادونو په کتار کې ونه اوسي ، نور باید له دولت څخه دفساد لمن ټوله وي، نور باید په ناوړو برخو لکه دمخدره مواد په کرکېله او قاچاق ، جګړه ، دمغزونو دتېښتې … په برخو کې اوچت ارقام ونه لرو او له همدااوسه باید دولت خلکو ته دخپلو کړنلارو،  پلانونو او خپلو کړنو له لارې جوته کړي چې افغانستان ښه راتلونکی لري او خلک باید هیله من واوسي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته