کابل/ د وري٢ مه / باختر
په بادغیس کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړونکي دي او بايد د تلپاتې سولې او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
نن د بادغیس د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د ځوانانو د سولې غږ ټولنیز د ( پاتې کېږو او جوړوو) تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې په بادغیس کې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو مرستیال او ویاند مولوي بازمحمد “سروري” وویل چې ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړونکي دي او بايد د تلپاتې سولې او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي او د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
د بادغیس د استخباراتو ريیس مولوي محمد عیسی “سراج” ځوانان د یوه هیواد پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې ځوانانو ته باید جدي پاملرنه وشي او له ټولو ځوانانو يې وغوښتل چې بهرنیان یې تېر نه باسي او د خپل هېواد په ابادولو کې فعاله ونډه واخلي.
په دې غونډه کې يو شمېر ويناوالو هم خبرې وکړې او د هېواد له ځوانانو يې وغوښتل چې هېواد پرې نږدي او په پرمختګ کې يې ونډه واخلي.
\ ذ