_ کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د ملي دفاع وزارت وايي چې ٦٩ تنه ډار اچوونکي د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې وژل شوي دي.
دغه وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ يرغليز او تعرضي عمليات د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د له منځه وړلو په موخه ترسره کړل چې له امله يې د دريو تنو داعشيانو په ګډون ٦٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ٤٣ تنه ټپيان او٦ تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دغه عمليات د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا ، غزني ، لوګر، زابل، قندهار ، روزګان ، بادغيس، بغلان، فارياب، سرپل، بدخشان او د هلمند ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
0 1 دقیقه لوستل