امنیت

يوولس تنه د تروريستي او انسان تښتولو د پيښو په تور ونيول شول

کابل باختر  دغبرګولي ٣١ : ؛

دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو پوليسو د تيرې اوونۍ په بهيرکې يوولس تنه د تروريستي او انسان تښتولو په پيښوکې د لاس لرلو په تور ونيول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:  دغه کسان د تيرې اوونۍ په بهيرکې د جوزجان، کونړ، کاپيسا، بلخ، تخار، پکتيکا او د هلمند د ولايتونو له مربوطاتو څخه نيول شوي دي .

دغه راز دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو پوليسو په همدې موده کې اته ديرش  ډول ډول ماينونه ، دولس ميله سپکې  وسلې او دوه درندې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

دغه وسلې او مهمات دکابل ، ارزګان ، لوګر، ميدان وردګو ، خوست ، بادغيس، فراه  او د هرات د ولايتونو له مربوطاتوڅخه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته