اقتصاد

د تصديو، د بريښنا د توليد د دستګاوو، د نوري فايبر د مزو او حلقوي سړکونو د امنيت د تامينولو د څرنګوالى په باب خبرې وشوې

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٨
د تصديو، د بريښنا د توليد د دستګاوو، د نوري فايبرکيبلونو او د حلقوي سړکونو د امنيت د تامينولو د څرنګوالى د څيړنې په مقصد د وزيرانو شورا د فرعي کميټې غونډه پرون د هيواد د اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه.
باختر آژانس ته د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې:
په دې غونډه کې د فوايد عامې، د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژۍ او د انرژۍ او اوبو وزيرانو، د ملي اردو لوى درستيز او د بريښنا شرکت رييس د دغو مرکزونو د پروګرامونو او پروژو په باب چې د افغانستان په بېلابېلو سيموکې تر ګواښ لاندې دي او د دغو ستونزو د حل د لارو چارو د څرنګوالي په اړوند اجراييه رييس ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
د هيواد اجراييه رييس د تصديو، د بريښنا د توليد د دستګاوو، د نوري فايبر د کيبلونو او د حلقوي سړکونو د امنيت د تامينولو په ارزښت باندې په ټينګار سره وويل: د حکومت او د امنيتي مرکزونو مسووليت دى چې د دغو حياتي برخو امنيت په جدي او هر اړخيز ډول تامين کړي.
اجراييه رييس اړوندو وزيرانو او مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د دغو پروژو په اړوند او د ګواښ د کچې او د پيشنهادي حل لارې په اړوند خپل هر اړخيز رپوټ ډير ژر اجراييه رياست ته وړاندې کړي چې د دغو بنسټونو د امنيت د تامينولو په باب د امنيتي مرکزونو د واکمنو استازو او مسوولينو په ګډون په يوه غونډه کې تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته