ټولنه

کروند ګرو ته يوسلو اته ویشت زره ميوه لرونکي نيالګي ورکړ شول

کابل باختر دکب دمياشتې څلورويشتمه
د ميدان وردګو ولايت د کرنې رياست د بڼدارۍ پروګرام له خوا په په دوه زره کرونګرو يو سلو اته وپشت زره ميوه لرونکي نيالګي وویشل شول.
انجنیر ځنډي ګل زماني باختر آژانس ته وویل چې په دغو نیالګیو سره به په څلور سوه هکتاره ځمکه کې نوي بڼوڼه جوړ شي.
والي زياته کړه چې په دغه ولايت کې به د ميوو د ښه ساتلو په موخه منظمې سړې خونې هم ورغول شي.
د میدان وردګو ولایت د اوبو لګونې رېیس حبیب الله حبیبي وویل چې دغه پروګرام د کرنې وزارت د بڼدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا پلي کيږي چې شاوخوا يولس مليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
د ده په خبره: دغه نیالګي به د میدان ښار په ګډون د اوو ولسوالیو په کروندګرو هم وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته