سیاست

مطبوعاتي اعلاميه:

کابل_باختر د وري د مياشتې٣
د افغانستان حکومت د برټانیې د پارلمان ودانۍ ته نږدې تروریستي برید غندي او تروریزم د بشریت، سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید بولي.
جمهور رئیس غني د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب د برټانیې دولت او خلکو ته د دغې تروریستي پېښې له امله چې د یاد هېواد یو شمېر اوسېدونکي په کې ټپیان او ووژل شول، د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس څرګندوي چې تروریزم سره مبارزه نړیوال عزم او اراده غواړي او هر چېرې چې د تروریزم منابع او پټنځایونه وي، باید نابود شي. هغه زیاته کړه، افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د تروریزم تر نابودۍ پورې به ګډه مبارزه وکړي.
د افغانستان حکومت غواړي چې ټول هېوادونه د تروریزم ګډ خطر ته په پام چې ټولو ته متوجه دی او هره ورځ د خلکو ژوند اخلي، جدي مبارزه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته