سیاست

دعدليې وزارت وياند : داداري اجرااتو قانون په رسمي جريده کې خپور شو

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
دعدليې وزارت وياند نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې داداري اجرااتو قانون په رسمي  جريده کې خپور شوى دى  او دروان کال دچنګاښ دمياشتې له  ١٥ نيټې وروسته نافذيږي .
دعدليې وزارت وياند امان رياضيت  په دې خبري کنفرانس کې داداري  اجرااتو دقانون په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه قانون  پنځه فصلونه او  ٧٥   مادې لري چې داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون په وړانديز برابر شوى دى .
دده دڅرګندونو له مخې،  پخوا هم په دولتي ادارو کې داجرااتو په باب قانون شتون درلود خو دغه قانون هراړخيز دى په دې  قانون کې هر راز توپيري اداري  عمل منع دى اوهم عامه اداره دهر راز اداري عمل په اجراکولو مکلف دى چې خپل بيطرفي  وساتي .
دعدليې وزارت دوياند  د څرګندونو له مخې، ددغه قانون پربنسټ هرهغه شخص  چې داداري تصميم له امله زيانمن کيږي ددې حق لري چې اړوندې ادارې ته شکايت وکړي او په هغه صورت کې چې اړونده اداره ستونزه يې حل نه کړي شي کولاى شي محکمې ته مراجعه وکړي .
امان رياضت  زياته کړه چې داداري اجرااتو په قانون کې ددولتي ادارو کاري بهير اسانه کيږي  اوهم دولتي اداري  مکلفې دي چې دښو خدمتونو دوړاندې کولو په موخه دمراجعينو دخدمتونو دفتر جوړ کړي .
دعدليې وزارت وياند څرګنده کړه چې په رسمي   جريده کې ددغه قانون دخپريدو له وخت څخه تر نافذيدو پورې  درې مياشتې وخت شته چې په دې موده کې ددغه قانون په باب دولتي کارکوونکو ته معلومات ورکړى شي .
ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته