کابل باخترد کب دمياشتې٢٥ :
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې اوولس تنه وسله وال داعشيان ووژل شول.
د ننګرهار ولايت امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي باختر اژانس ته وویل چې د دې ولايت د اچين ولسوالي د مامند درې او پېښې په سيمو کې د بې پيلوټه الوتکې په څلورو بېلابېلو بريدونو کې اوولس تنه وسله وال داعشيان وژل شول.
رحيمي زياته کړه په دې بریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی منسوبینو ته زیان ندی اوښتی .
0 د یوې دقیقې څخه لږ