کابل / د تلې ۵ مه / باختر
په پکتیکا کې د اسلامي امارت د بریا په ویاړ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د اتحاد امیر کرکټ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د پکتیکا د ولایتي ادارې مالي او اداري رییس مولوي انس د پایلوبې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت په دغه ولایت کې پر روغتیا، پراختیا، امنیت او نورو برخو سربېره د ورزش برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي چې ځوانان له ناوړه کړنو لرې وساتل شي.
د یادونې ده چې د لوبې په پای کې یو شمېر لوبغاړي د ولایت مقام او ښرنې ښاروالي له لوري په مډالونو، کپونو او نقدي ډالیو هم ونازول شول.
ن/ر
2 د یوې دقیقې څخه لږ