امنیت

اتلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په روزګان کې ١٨ وسله وال طالبان په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول او ۶ نور یې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په چورې او خاص روزګان ولسواليو او ترينکوټ ښار ته څېرمه پر امنيتي پوستو د بريدونو پر وخت له هوا او ځمکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته ويل چې په بريدونو کې د څلورو پاکستانيانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې:
پوځیانو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۱۵ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته