خبرونهامنیت

اتلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د هېواد په جنوب کې د هلمند ځينې سيمې تېره شپه د پوځيانو او وسله والو طالبانو د نښتو ډګر و.
امنيتي مسوولين وايي چې په په دغو نښتو کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور یې ټپيان شول.
جګړه په ناوې او نادعلي ولسواليو کې د پوځيانو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو نښتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپيان شول.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو په هلمند کې د ٢٨ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته