امنیت

اتلس وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
د طالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان په زابل کې د نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول .
پر دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپانې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې هوايي بريدونو کې د طالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو په ګدون ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول .
په خپرپاڼه کې ويل شوي دي پر دغو وسله والوطالبانو هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونوپرپوستو يرغل ته چمتو کېدل .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې،افغان ځواکونو د زابل له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٦ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته