خبرونهامنیت

اتلس وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

قندهار / دلیندۍ ۲ / باختر
اتلس وسله وال طالبان په قندهار کې د پوځیانو په هوایی او ځمکنیو بریدونو کې ووژل شول.
دغو طالبانو د تیرې شپې په نیمایی کې د میوند او ارغنداب په ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو د برید لپاره تیاری نیوه چې پری بریدونه وشول .
د هېواد په جنوب لویدیځ کې د میوند قول اردو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې د هوایی قوتونو او ځمکنیو ځواکونو په دغو بریدونو کې اتلس وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه قول اردو وایی چې طالبانو کله د میوند او ارغنداب په ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو د بریدونو لپاره تیاری نیوه چې پری بریدونه وشول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې پنځه وسله وال طالبان په قندهار کې د کوماندو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه نښته نن سهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې د کوماندو ځواکونو د طالبانو پر یو پټنځي یرغل وکړ.
/پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته