خبرونهروغتیا

اته تنه نور د کرونا له امله مړه شول

٥٤- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٣٧ مثبتو پيښودثبتولواود کرونا له امله د ٨ تنو د مړينې خبر ورکوي.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې ؛ په هېواد کې د کرونا ويروس د نويو پېښو په ثبتولوسره په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٤٨٩١تنو ته رسېدلى دى .
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې په کرونا ويروس ٨ تنه اخته کسان مړه شوي دي چې په دې ډول د کرونا له امله د قربانيانوشمېر ٢٣٩٨تنو ته رسېدلى دى اود روغو شويوکسانوشمېر ٤٧٥٤٩ تنوته رسېدلۍ دى .
د عامې روغتيا مسوولين وايي چې د کرونا ناروغى په وړاندې د ځان د ساتنې لپاره په دوامدار ډول په اوبو اوصابون د لاسونو پريمنځل دي په دې کار سره که چېرې ويروس ستاسو په لاسونوکې وي له منځه ځي او له هغه ميکروب څخه چې د سترګو، خولې او پوزې سره د لاسونو له اړيکو وروسته رامنځته کېږي، مخه نيول کېږي.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته