امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو د ځواکونوعمليات نن په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
په دغو عملياتوکې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات دملي اردو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: دغه عمليات دوه ورځې مخکې د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې د مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصدپيل شول چې  په بهيرکې يې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته