داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه:
شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې په ډاراچوونکو ډلو کې دغړيتوب په تورونيول شول.
دغه کسان په تيرو٢٤ساعتو کې دکونړ، ننګرهار او د لغمان ولايتونو له مربوطاتو څخه ونيول شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ دغه شپاړلس تنه دځانکړو ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول .
ده وويل چې له يو شميرنيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل او هغه اسناد چې دوسله والو طالبانو او داعش په ډله کې ددوى غړيتوب ثابتوي ترلاسه شوي دي .
له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ