کابل / د تلې٢٩مه / باختر:
اته ملکيان چې د بدخشان له راغستان ولسوالۍ څخه د فيض آباد ښار په لور روان و په بدخشان کې د دوى د سپرلۍ موټر د چپه کېدو له امله ووژل شول.
د بدخشان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس معزالدين احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پېښه د کوز يفتل ولسوالۍ په شلخه زار کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه راز د سيمې اوسيدونکي وايي په وژل شويو کسانو کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.
\ ذ