امنیت

اته تنه په نیمروزکې د نشه يي توکو د پلورلوپه اړوند ونیول شول

کابل / د لیندی / ۱۳ / باختر
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې منسووبینو نن په زرنج ښارکې ۸ تنه د نشه يي توکو د پلورلو په اوړند ونیول.
د نیمروز د نشه يي توکوپرخلاف د مبارزې مدیرملا جمعه عثماني باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان په زرنج ښارکې د امنیتي منسووبنیو په عملیاتوکې ونیول شول.
هغه وویل چې له دغو کسانوڅخه یوه اندازه ښيښه ، هیرویین ، اپین ، چرس او د ښيښې پایپ او آمپول ترلاسه شول.
هغه زیاته کړه چې له دغوکسانوڅخه تحقیقات پیل شوي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته