Uncategorized

اته داعشيان په ننګرهار کې افغان ځواکونوته تسليم شول

٣٥- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د داعش د ډلې ٨ غړي په ننګرهار کې افغان ځواکونو ته تسليم شول.
دغه داعشيان د ننګرهار په ځينوسيموکې له خپلو پټنځيو څخه راووتل او خپلې وسلې پرځمکه کېښودې .
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې تسليم شويو داعشيانو يوشمېروسلې اومهمات افغان ځواکونو ته وسپارل .
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته