امنیت

اته دیرش طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
اته دیرش وسله وال طالبان په قندهارکې په نویونښتوکې ووژل شول او په لسګونوتنه نورټپیان شول.
په دغو طالبانو تېره شپه د ژیړي، پنجوايي او شاولیکوټ په ولسوالیوکې د پوځيانو پر پوستو د بریدونو په وخت کې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغوجګړو کې ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونوتنه نورټپیان شول.
پوځيانو د هوايي قواوو په ملاتړ د هغوي پرپټنځیوهم بریدونه وکړل او د هغوی ۴ پټنځي له ټولوجنګي وسایلوسره دړې وړې کړل.
طالبانوتراوسه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانو د قندهارپه ګڼ مېشتولاروکې د ۳۲ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغو ماینونوښخوونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته