امنیت

اته طالبان په بادغيس کې ووژل شول

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خبرولو ویلي دي چې دغه وسله وال طالبان د قادس ولسوالۍ په قرچغي کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی دوه ښخ کړاى شوي ماينونه په سيمه کې شنډ کړاى شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په ټپيانو کې د قادس لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملاصالح هم شامل دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته