امنیت

اته طالبان په بغلان کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د بغلان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دویمې حوزې په حسین خېلو سیمه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت باختر آژانس ته وویل چې د دویمې حوزې په حسین خېلو سیمه کې تېره شپه افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې اته طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته