امنیت

اته طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر
د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې د ملي اردو د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د ځواکونو د دوو ګډو او هدفي عملیاتو په پایله کې چې د جوزجان د آقچې ولسوالۍ په بتي سیمه کې ترسره شول؛ په سباوون مشهور قاري عنایت په ګډون اته وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور یې ټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې دغه عملیات پرون د شبرغان ښار د جنوب په ۳۵ کیلومتري په آقچې ولسوالۍ کې ترسره شول.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې د دښمن وسلې او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته