۴- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې تېره شپه اته وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ظُفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې دغه وسله وال طالبان د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد په وخت کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په هوايي بريد کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
پاى \ ذ
11 د یوې دقیقې څخه لږ