امنیت

اته طالبان په هلمند کې ووژل شول

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يو پټنځى بريد وکړ چې په پايله کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغه بريد کې د دښمن وسلې او مهمات هم له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته