خبرونهامنیت

اته لس طالبان په قندهار کې ووژل شول

قندهار / دمرغومي ۴ / باختر
۱۸ وسله وال طالبان په قندهار کې د پوځیانو په برید کې ووژل شول .
د رپوټونو له مخې، یوه ډله طالبان تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په دووکلي کې د پوځیانو پر پوستو د برید لپاره راټول شوي و . چې هوایې او ځمکنی بریدونه پرې وشول .
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبر پاڼې په خپرولو وایي چې د پوځیانو په دې برید کې۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته