کابل / د کب۱٥/ باختر
اته وسله وال طالبان تيره شپه په کندز کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول
د ځانګړو ځواکونو قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان کندز ښار ته څيرمه په بزقندهاري کلي کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه په عملياتو کې ٤ نور وسله وال طالبان ټپيان او د دښمن له سلو ماينونو، مهماتو او چاوديدونکو توکو سره درې قرارګاوې له منځه يووړل شول.
هغه زياته کړه په عملياتو کې دوسله والو طالبانو يو موټر، ٤ موټرسايکلونه او يو شميرجنګي وسايل هم ترلاسه شول.،
پاى \ ذ