خبرونهامنیت

اته وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

٣٨- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ظفر قول اردو يو خبرځاى باختراژانس ته وويل دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د افغان ځواکونو پرپوستو يې د بريد نيت درلود چې د افغان ځواکونو له ځمکنيو اوهوايي بريدونو سره مخ شول.
هغه وويل په دې جګړه کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ تنه نور ټپيان شول او د هغوى څو موټرسايکلونه هم ويجاړ کړاى شو .
د يوبل خبرله مخې ؛ افغان ځواکونو د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې د ٣ ماينونوپه کشفولو سره د څو زړه بوږنونکو پېښو مخه ونيوله .
د ظفر قول اردو يو خبرځاى وويل چې وسله والو طالبانو دغه ماينونه د تروريستي بريدونود ترسره کولو په مقصد په ګڼ مېشتو ساحو کې ځاى پرځاى کړي و.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته