خبرونهامنیت

اته ويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
اته ويشت وسله وال طالبان په هلمند کې پرون په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد رسنیو ته وويل چې دغه وسله وال طالپان په هغو هوايي بريدونو کې چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول، ووژل شول.
په یادو بريدونو کې لس نور وسله وال طالبان ټپيان شول او هغوی جنګي وسايل او د ماين جوړولو يوه کارخانه په بشپړه توګه ويجاړه شوه.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته