خبرونهامنیت

اته ویشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په روزګان کې ٢٨ وسله وال طالبان د هېواد د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول او ۸ نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په دهراوود او خاص روزګان ولسواليو او ترينکوټ ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې په بريدونو کې د وسله والو طالبانو شپږ سيمه ييز قوماندانان له ٢٢ نورو وسله والو طالبانو سره ووژل شول او ۸ طالبان ټپيان شول.
هغه تاييد کړ چې په وژل شويو کې ٧ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د يرغل په وخت کې ځمکنيو او هوايي بريدونو په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٤ماينونو او بمونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته