امنیت

اته ویشت طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې یاده جګړه د شپې له یوې بجې پيل شوې وه چې د شنبې ورځې تر مازیګره یې دوام وکړ.
د سېلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل خان حیدرزی وايي چې د چپې درې په ګلسلک سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۸ طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان شوي دي چې په ټپيانو کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول هم شامل دی.
د حیدرزي د څرګندونو له مخې؛ په جګړه کې پنځه افغان سرتېري هم شهیدان شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته