خبرونهاقتصاد

اته پرمختیایي پروژې په فراه کې پرانیستل شوې

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په فراه کې اته پرمختیایي پروژې له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پرمختیایي پروژې د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت په قلعه محمد، قلعه بهبود، عسکر آباد، ده خدایداد او د فراه د مرکز همت آباد کلیو کې پلې شوې دي.
په دغو پروژو کې د څښاک اوبو د څاګانو کیندل، د ښاري برېښنا شبکې غځېدل، د اوبولګولو د کانالونو او د څښاک اوبو د شبکو جوړول شامل دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته