٣٦- کابل / د سلواغۍ / ۱۹/ باختر
د غزني په مرکز او څو ولسواليو کې پوليسو عمليات ترسره کړي او پر مهال يې٨ کسان د بېلابېلا جرمونو په تړاو نيولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان د غلا، جعلي پيسو او جنګ په قضيو کې نيول شوي دي.
د غزني د امنيې قومندانۍ وياند احمد خان سيرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دوسيې يې قضايي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
پاى\وصال
3 د یوې دقیقې څخه لږ