خبرونهنړۍ

اردوغان: طالبان له ترکیې سره په آرامه خبرې کولای شي 

 وي او اې / د چنګاښ٣٠مه / باختر                                   
د ترکیې  جمهور رييس رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د کابل د هوايي ډګر د چارو د پرمخ بیولو او امنیت ساتلو په اړه ټېنګار کړی دی.

ترکیې ویلي دي‌ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتي، خو وسله وال طالبان د ترکیې دا کار هم اشغال  بولي او  نه یې مني.

د ترکیې جمهور رييس رجب طیب اردوغان خبریالانو ته وویل چې غواړي په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه وویل: طالبان، چې له امریکا سره یې یو لړ مذاکرات کړي، باید د دغو مسایلو په اړه له انقرې سره په آرامه خبرې وکړي.

هغه وویل چې باور لري‌ دواړه خواوې یوې موافقې ته رسېدلای شي،‌ خو زیاته یې کړه چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره یې امریکا ته خپل ځانګړي شرایط وړاندې کړي دي.

هغه وویل چې امریکا باید له ترکیې سره وي او لوژیستکي او مالي مرستې دې هم وکړي. تر دې مخکې ښاغلي اردوغان ویلي وو چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر کاري چوکاټ له امریکا سره موافقه کړې ده.

تېره ورځ ښاغلي اردوغان په طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې له اشغال څخه لاس واخلي او ويې  وویل چې د طالبانو کړه وړه داسې نه دي لکه د یو مسلمان چې له بل مسلمان سره وي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته