سیاستخبرونه

استاد سرور دانش د سرحدونو او قبايلو چارو له وزير سره وکتل

۴۰- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د جمهوررييس دويم مرستیال استاد سرور دانش نن د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محب الله صمیم سره د عظمی صدارت په ماڼۍ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په دغه وزارت کې د خپلو کاري اجرااتو په اړه د جمهوررييس مرستیال ته معلومات ورکړل.
استاد سرور دانش څرګنده کړه: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هغه رول له مخې چې د هېواد د قومونو او قبايلو ترمنځ د همغږۍ او یووالي په برخه کې لري؛ له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دى.
هغه زیاته کړه: دغه وزارت باید د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام او د سولې بهير په برخه کې د هېواد له بېلابېلو قومونو او قبايلو سره د خلکو د ملاتړ د جلبولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي او په دغه بهير کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې د بهير او د دولت د اساسي لومړيتوبونو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته