امنیت

اسلامي امارت: خلک دې شخصي وسلې نه ګرځوي

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د ننګرهار والي مولوي ندا محمد ندیم د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر په ملتیا ګوشتې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال خلکو ته سپارښتنه وکړه چې شخصي وسلې ونه ګرځوي او که چا سره د بیت المال وسایل وي، ژر تر ژره دې یې وسپاري.
هغه سیمه ییزو مسولینو او مجاهدینو ته هم سپارښتنه وکړه چې د بیت المال څخه په ښه ډول ساتنه وکړي، ولس باندې د شفقت لاس را کش کړي او ورته د ښه ژوند کولو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د سیمې خلکو له اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر وړاندې یې مخالفت وکړي.
د ننګرهار والي مولوي ندا محمد ندیم او استخباراتو ریيس ډاکتر بشیر د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پوستې او کنډکونه هم وکتل.
د استخباراتو ریيس ډاکټر بشیر وویل چې د دغه سفر موخه د خلکو ستونزې اوریدل، د بېلا بېلو پوستو کتل، د مخورو او مجاهدینو د ستونزو په حل کې اقدام کول دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته