ټولنه

اسلامي امارت: د احمد شاه مسعود د قبر زیانمنول د مغرضو خلکو کار دی

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
په پنجشېر کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د احمد شاه مسعود د قبر زیانمنول د مغرضو او متعصبو خلکو کار دی.
دوی وايي چې یو شمېر مغرضو او متعصبو خلکو پنجشېر ته د اسلامي امارت له راتګ مخکې د احمد شاه مسعود قبر زیانمن کړی چې امارت بېرته ترمیم کړ.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې په کې د احمد شاه مسعود د قبر پر سر ښېښه ماته معلومېږي؛ خو نن بیا اسلامي امارت یوه ویډیو خپره کړې چې په کې لیدل کېږي اسلامي امارت د احمد شاه مسعود د قبر ماته شوې ښېښه بېرته رغولې او د ښېښې ماتول یې د سیمې د خلکو کار بللی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته