د افغانستان اسلامي امارت د مشر شیخ هبة الله د حکم پر اساس د لغمان مخکینی والي عبدالولي واحدزی، امنیه قومندان لطف الله کامران، د استخباراتو رییس او د ولایتي شورا غړی نن له بند خوشې شول.
دوی وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې یې اسلامي امارت ډېر درناوی کړی او هغه اوازې یې رد کړې چې ګواکې اسلامي امارت ورسره زور زیاتی کړی دی.
هېڅ ډول تکلیف یې نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې د لغمان امنیه قومندان مولوي فیصل وايي چې دغه کسان یې وروسته له دوو اوونیو د اسلامي امارت د مشر شیخ هبة الله د حکم پر اساس خوشې کړل.