فرهنګ

اسلامي امارت رسنیزې چارې د دنګو غرونو له سرونو ترسره کولې

کابل / د تلې ۲۱ مه / باختر
په پکتیکا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په تېره شل کلنه مبارزه کې به یې خپلې مطبوعاتي چارې د دنګو غرونو له سرونو ترسره کولې. دوی هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې اسلامي امارت خپلې رسنیزې چارې له بهر ترسره کولې.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد آمین حذیفه د باختر اژانس له سیمه ييز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د دغه ولایت خیرکوټ ولسوالۍ د دنګو غرونو پر سر یوه خټينه او په عادي ډول جوړه شوې جونګړه د افغانستان اسلامي امارت د پکتیکا د همغږۍ مرکز و.
د دغه رسنیز مرکز مسوول بلال حذیفه وايي چې په نه امکاناتو او سختو شرايطو کې یې د ربيټر پر مټ د مخابرو او نورو اړيکو نښلولو مسوولیتونه هم پرغاړه لرل.
حذیفه زیاتوي چې له یاد مرکز به د پکتیکا اړوند پېښې او خبرونه د اسلامي امات ویاند ذبیح الله مجاهد ته لېږدول کېدل.
دغه مرکز د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالي پاینده خېلو د کونک سیمې پر ډېره لوړه څوکه کې فعال شوی و او له مرکز ښرنې سره لسګونه کیلو متره فاصله لري، ورغلې لاره یې له سختو هسکو او ژورو تېره شوې.
له یادې جونګړې سره نږدې کلی او په ټوله کې هیڅ انسانان شتون نه لري، هوا یې یخه او لار یې غرنۍ ده.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد آمين حذيفه وايي چې د خپلو ورځنيو کارونو د پرمختګ او همغږۍ لپاره یې له یادې خټینې جونګړې کار اخيست او ټولې اړيکې یې له دغه مرکز څخه کنترولولې.
هغه وويل(( موږ د غره په يوه لوړه څوکه کې جونګړه جوړه کړې وه، اوبه مو پر شا وړې، ډيری وخت به ډوډۍ نه وه، خو موږ به خپل کار ته ادامه ورکوله، موږ هڅه کوله چې ورځني معلومات له رسنيو سره شريک کړو، سختې ورځې مو تېرې کړې چاپو او د بې پيلوټه بريدونو څخه به وخت نا وخته ويرېدلو خو خپل کارونه به مو پر مخ وړل.))
هغه د مخالفانو هغه تبلیغات چې ګویا د طالبانو مطبوعاتي چارې له بهر کنترولېدې، درواغ وګڼل.
د يادونې وړ ده چې افغانستان اسلامي امارت د شریعت غږ په نوم یوې اېف اېم راډیو هم د پکتیکا له غرنیو سیمو بېلابېلې ټولنیزې، اصلاحي او تر ډېره دینې خپرونې وړاندې کولې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته