کابل / د وږي ۷ مه / باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې کور د وګړو ساتنې او خدمت لپاره به هغه څوک پر دنده ګومارل کېږي چي کور ،ځای ، شتمني او هرڅه یې هم دلته وي.
دغه څرګندونې د هلمند د دعوت او ارشاد ریاست د علامه محمد ابن حُبان بُستي د غونډو په تالار کې نن د لښکرګاه ښار اړوند د لسو حوزو له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په کتنه کې وکړې.
په غونډه کې د دعوت ارشاد د مرکزي حلقې رییس سید جانان آغا، مرستیال مولوي ثاقب ، د هلمند لپاره د دعوت او ارشاد رییس مولوي توریالي، مولوي ارشاد او د مرکز لښکرګاه د دعوت ارشاد مسوول مولوي پوهنیار او ګڼ شمېر نورو دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه لرله.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو د حوزو له قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د غلا، فساد، موسیقۍ او یو شمېر نورو ناروا کړنو په مخنیوي کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او ولسونه وهڅوي چې د امنیت ټینګښت په برخه کې هم د اسلامي امارت له مجاهدینو سره بشپړه همکاري وکړي.
دوی وویل چې د اسلامي امارت مجاهدینو دوې لسیزې د افغانانو، د دین او خاورې ازادولو لپاره قربانۍ ورکړې او ستړیاوې یې ګاللې دي. په وینا یې دوی راتلونکي کې هم په تمامه مانا د ټولو ولسونو د سر او مال ساتنه کوي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې کور د وګړو ساتنې او خدمت لپاره به هغه څوک پر دنده ګومارل کېږي چې کور ،ځای ، شتمني او هرڅه یې هم دلته وي.
دوی وویل چې خلک دې اندېښنه نه کوي، ډېر ژر به د هېواد اقتصاد پیاوړی او خلکو ته به د کار او هوسا ژوند زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې دیني عالمانو د نبي کریم ﷺ د سیرت، اخلاقو او د هغه د سپېڅلي ژوند او د اسلامي ارزښتونو په اړه ویناوې وکړې.
که څه هم په ټول هېواد کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې امنیت تامین شوی؛ خو د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي چې ورسره سم به د خلکو ستونزې هم حل شي.
ن/ر