کابل / د چنګاښ١٢مه / باختر
د حماسي موسيقۍ جشن په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په وياړ ترسره کېږي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هېواد شاعرانو،. کمپوزيترانو او سندرغاړو ته بلنه ورکوي چې په دغه جشن کې ګډون وکړي.
په دغه جشن کې به د ارزونې ټاکل شوی پلاوی لس غوره حماسي سندري وټاکي.
دغو ١٠ غورو سندرو ته له ٥٠ زرو تر ٥٠٠ زرو افغانيو جايزه په پام کې نيول شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکميي نن د حماسي سندرو ملي جشن لپاره د چمتووالي په ناسته کې، د لا ډېرو حماسي اثارو پر پنځولو کار د هېواد پالنې روحيې، همغږۍ او ګډ سوله ييز ژوند د رامنځ ته کولو غوره لاره وبلله.
هغه وويل: ټاکل شوې ده چې سندرې جوړوونکي لږ ترلږه ٣ نوې حماسي سندرې د دغه جشن لپاره جوړې کړي.
د سليمان لايق مشهور شعر ” دوست دارم اين وطن را، دوست دارم سنګ او را کوه اوه را ” یو له هغه شعرونو څخه دی چې ټاکل شوې ده په افغانستان کې ترې حماسي سندره جوړه شي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين د حماسي موسيقۍ جشن د لا پرتمين کولو لپاره د بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ.
ټاکل شوې ده دغه جشن د زمري پر ٢٨ مه په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ١٠٢ کاليزې په وياړ جوړ شي.
هارون حکيمي په دې غونډه کې په رباب کې د ځاى پرځاى شوي بم په اړه هم غبرګون وښود.
هغه د تروريستانو دغه حرکت په افغانستان کې فرهنګي او ملي ارزښتونو ته سپکاوى وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل: ” دښمن په تېرو وختو کې له څادر، پګړۍ ، چپنې او جومات د خپلو تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره د يوي وسيلې په توګه کار اخيسته او اوس يي غوښتل د رباب په وسيله دغه کار ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هلې ځلې کوي رباب د افغانستان د ناملموس اثر په توګه په نړيوالو ميراثونو کې ثبت کړي”
امنيتي ځواکونو پرون هغه سړى نيولى چې په رباب کې د چاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره يې غوښتل دهرات – کابل مسافر وړونکي الوتکې مسافر په نښه کړي.
\ ذ