سیاستخبرونه

اعلاميه

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
دغزني د خبريالانو د اتحاديې د رييس د شهادت په اړوند د ملي روغې جوړې دعالي شورا اعلاميه.
په خواشينې سره تاجکستان ته د سفر په بهيرکې خبر راورسېد چې د افغانستان د خلکو ډارنو دښمنانو پېژندل شوى خبريال او د غزني د ژورناليستانو د اتحاديې رييس رحمت الله نيکزاد پرون مازيګرشهيد کړى دى.
د دغې غمجني پېښې له امله سخت خواشيني شوي يو.
د خبريالانو او د رسانه يي څېرو وژل د بيان د ازادۍ او د دښمنانو د جنايتونو او ناوړو پروګرامونو له اطلاع رسونې څخه د دښمنانو د ويرې او ډار ښکارندوى دى.
خبريالان د ټولنې بي دفاع او زيانمونکي خو مسووليت پېژندونکي او ژمن قشر دي.
د خبريالانو او د رسانه يي څېرو پرله پسې وژل بشري ضد جنايت او د منلو وړ نه دى
موږ سره له دې چې پر خبريالانو او د رسنيو پر کارکوونکو د بريدونو د دوام له امله په ژوره توګه انديښمن يو ټينګار کوو چې دغه شان بريدونه به د بيان د ازادۍ او ازادو او دموکراتيکو رسنيو د ملاتړ او دفاع کې زموږ اراده بدله نه کړي.
آزادې رسنۍ او د بيان ازادي د افغانستان د خلکو ملي لاسته راوړنه ده . دغه ستره لاسته راوړنه به له لاسه لاړه نشي .
دهېواد مشهور خبريال ارواښاد رحمت الله نيکزاد ته د فردوس جنت هيله کوو او د ارواښاد کورنۍ ، دوستانو او د افغانستان د رسنيو ټولنې ته خواخوږي او غمشريکي څرګندو.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته