سیاست

افغانستان ته د هند د مرستو د تيرېدو لپاره د پاکستان نوې شرطونه

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
پاکستان په دې خاطر چې هند ته د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د لېږدونې اجازه ورکړي ،نوې شرطونه وړاندې کړي دي.
هند دوه مياشتې مخکې او په افغانستان کې د بې وزلي او لوږى له خپرېدو وروسته اعلام وکړچې ٥٠ ټنه غنم او يوه اندازه درمل د افغانستان له خلکوسره مرسته کوي.
هند له پاکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د واګه بڼدر له لارې د بشردوستانه مرستو د تېرېدو اجازه ورکړي .
پاکستان له دغې غوښتنې يوه مياشت وروسته هغه ته مثبت ځواب ورکړ،خو اوس دغه هېواد افغانستان ته دهند د مرستو د تېرېدولپاره د خپلو غوښتنو يولست خپورکړى دى.
هندي خبرځايونو ايندياتودي ته ويلي دي چې اسلام اباد د شرطونو يولست لېږلي دى.
پاکستان ټينګارکوي چې افغانستان ته دهند د مرستې غنم او درمل بايد د پاکستاني باروړونکي لارۍ ولېږدوي خو هند وړانديز کړى دى چې افغاني لارۍ دې دغه مرستې افغانستان ته ولېږدوي.
پخوا هم افغاني لارى او موټريې د مالونو اوتوکو د لېږدونې لپاره په دغو واټونو کې تګ راتګ کول خو اوس پاکستاني لوري د دغه هېواد پرلاريو تينګارکوي.
پاکستان دغه راز له هند څخه غوښتې ده چې افغانستان ته د خپلومرستو د لېږدونې لپاره دغه هېواد ته پيسې ورکړي.
هند ټينګارکوي چې د انساني مرستو په توګه د توکو د لېږدولو لپاره بايد اضافي لګښت په پام کې ونه نيول شي.
په همدې حال کې افغانستان ته د دغومرستود لېږدونې د څرنګوالي پرسر د دواړو هېوادونوخبرې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو او په افغانستان کې د بې وزلي ،وزګارتيا او لوږې په زياتوالي سره به له هر وخت څخه زيات خوراکي توکوته اړتيا ولېدل شي.
د نړۍ د خوړوسازمان وايي چې د افغانستان د خلکو شپيته سلنه د خوړلو لپاره درې وخته ډوډۍ نه لري .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته