نړۍ

افغانستان نور د نړى ډېر فاسد هېواد نه دى

٥- کابل /د سلواغې ١٠مه /باختر
د نړيوال شفافيت د ٢٠٢٠ کال رپوټ ښيي چې افغانستان د اداري فساد د شاخصونو له پلوه ښه ځاى ترلاسه کړى دى .
دغه رپوټ ښيي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په لاره کې د ١٨٠ هېوادونوترمنځ د ١٩ امتيازونو په لرلو سره په ١٦٥ مقام کې دى .
په داسې حال کې چې په ٢٠١٩ ميلادي کال کې په ١٧٣ يم مقام کې و .
افغانستان د نړيوال شفافيت د سازمان د ٢٠١٩ کال د رپوټ په پرتله درې زياتې امتيازونه اخستي دي او له ٢٠١٢ کال څخه د دغه هېواد امتيازونه تراوسه پورې ١١ ته رسېږي
په رپوټ کې ويل شوي دي چې افغانستان حقوقي اصلاحات رامنځته کړى دى او په دې وروستيو وختوکې په خپلو پروګرامونو کې د فساد ضد د نوي کمېسيون د جوړولو خبرورکړ.
ختم-ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته