ټولنه

افغاني سرې مياشتې د نورستان له سېلاو ځپلو سره مرسته وکړه

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د نورستان له سېلاو ځپلو سره د ژوندانه د لومړنيو وسايلو مرسته وکړه.
په دې مرسته کې خيمې، ترپالونه، اوبه او د کور لومړني وسايل شته.
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ټاکل شوې ده په دې دوره کې ١٠٠ سېلاو ځپلي کورنۍ تر پوښښ لاندې ونيسي.
په رارسېدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په کامدېش کې١١٣تنه د وروستيو سېلاوونو وژل شوي او ٣۴ تنه نور ټپي شوي دي او لسګونه نور بې درکه دي.
دغه سېلاوونو تېره اوونۍ د باران تر سختو اورښتونو وروسته د کامدېش ولسوالۍ په ځينو سيمو کې راووتل.
د دغو سېلاوونو له امله د خلکو زر جريبه کروندې او د مڼو لسګونه بڼونه او څاروي هم له منځه يوړل شوي دي.
همدا اوس دغه سېلاو ځپلې په عامه تاسيسات واو د خپلو خپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي او خوړو، درملو، اوبو او د ژوندانه لومړنيو وسايلو ته اړتيا لري.
له بله پلوه د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې او د طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت د ژغورنې ټيمونه کامدېش ولسوالۍ ته رارسېدلي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم باختر آژانس ته وويل چې له سېلاو ځپلو سره د مرستې بهير پيل شوی دی.
هغه وويل: تراوسه يوشمېر کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له سېلاو ځپلو سره مرسته کړې ده او دغه بهير دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته