امنیت

افغان ، ترکېې ، او پاکستاني کوماندويي ځواکونوګډ تمرينونه ترسره کړل

کابل باختر دلړم شلمه
افغان کوماندويي ځواکونو دترکېې او پاکستان دکوماندو له ځواکونوسره ګډ تمرينونه ترسره کړل .
دملي دفاع وزارت ويندوى تورن جنرال ظاهر عظيمي باختر اژانس ته وويل  دافغانستان ، ترکېې او دپاکستان دهيوادونو  ترمنځ ددرې اړخيزي موافقې له مخې دترکېې دپوځي چارواکو په انقره کې دافغانستان اوپاکستان دپوځي اتشو په ګډون درې اړخيز ګډ تطبيقات  دروان کال دلړم دمياشتي په اتلسمه نيټه دپنجشنبې په ورځ په انقره کې دترکېې دستر درستيز دخاصو قطعاتو دقوماندانۍ په پولي ګون کې اجرا شول چې له هر هيواد څخه دکوماندو او د اس پي اف دخاصو قطعاتو اته ويشت تنو افرادو ګډون کړي وو .
تطبيقات په دوو پړاونوکې لومړۍ پړاو د طبيعي افتونو زلزلې په وړاندې دژغورنې عمليات اجرا شول په دويم پړاکې له هغوتروريستانو سره دمبارزي په وخت کې دبرخه والو هيوادونو دخاصو قطعاتو ګډي هلې ځلې او همغږي احتوا کولي چې داستوګنې په سيمو په تيره بيا دولتي ادارو کې د تروريستي اوځانمرګو بريدونو داجرا کولو په لاره کې ترسره شول .
برخه والو دخاصو قطعاتو دهليکوپترونو په ملاتړ تروريستي بريدونه شنډ او په شاوتمبول
تروريستان يې ونيول او ټپيان يې په خپل وخت دمحاربي له ډګر څخه وليږدول .
په دې  پروګرام کې دافغانستان دملي دفاع وزارت له خوا برخه وال کسان ډير ښه وځليدل اوپه ډيرې زړورتيا سره يې خپله دنده دتطبيقغاتو په پلان شوي موضوع کې په ښه توګه ترسره کړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته