کابل /د کب ٢٨مه باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي په توګه د فرانسوي ډيپلومات ژان ارنو د ټاکل کېدو هرکلی کوي.
د جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني وویل، د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه د ژان ارنو ټاکل ښیي چې افغانستان لا هم د نړۍ د توجه په محراق کې قرار لري او د افغانستان حکومت د بین المللي ټولنې د دې توجه مننه کوي.
د هیواد جمهورريیس د سولې روان بهیر ته په اشارې د افغان سولې لپاره د بین المللي اجماع له واقعي استعجالیت څخه مننه او ټینګار کوي چې زموږ خلک باید عادلانه او پایداره سولې ته ورسېږي.# پاى